نن د کرکټ نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کې افغانستان له بنګلدېش سره لوبیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ ملی لوبډله د اعلان شوی مهالوېش له مخې په خپله لومړۍ رسمی لوبه کې له بنګلدېش ملی لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ښکته کیږی.
دا د نړیوال جام درېیمه لوبه ده، چې ټاکل شوې د هند په درمشالا لوبغالې کې ترسره شی.
دواړه لوبډلې پخپلو منځو کې څو ځله سره لوبېدلی، چې په وروستی ځل پرې افغان لوبډله په بنګلدېش کې برلاسې شوې وه.
د ۲۰۲۳ زېږدیز کال نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون د نړۍ لس غوره لوبډلې له یوه بل سره لوبیږی، چې په پام کې ده ټول ټال په کې ۴۸ لوبې د هند په ۱۲ مشهورو لوبغالو کې تر سره شی.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلی، که کومه لوبډله له دې سیالیو یوه ګټی، نو دوی به ورته ۴۰ زره امریکایی ډالر د انعام په توګه ورکوی.
د دغه جام په پیلیزه لوبه کې نیوزلېنډ لوبډلې انګلېنډ ته په ماتې ورکولو سره لومړۍ بریا په خپل نوم کړه.
افغانستان به دغه جام کې نهه سیالۍ ترسره کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.