کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند سوداګریز کرکټ لیګ IPL د بولۍ یا د لوبغاړو د پېر مراسم نن د نومبر په ۲۴مه نېټه پیلیږی.
د هند کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې سږکال د بولۍ مراسم د سعودی عربستان په پلازمېنې ریاض کې ترسره کیږی.
دغه مراسم چې دوه ورځې به دوام وکړی، په کې به ۵۷۴ هندی او بهرنی لوبغاړی پېر ته وړاندې شی.
په دغو لوبغاړو کې ۱۸ یې د افغانستان دی.
د IPL لس لوبډلې به د یادو لوبغاړو له ډلې ۷۰ بهرنی او ۱۳۴ هندی لوبغاړی وپېری.
د یادولو وړ ده، چې راشدخان یوازینی هغه افغان لوبغاړی دی، چې د ګجرات ټایټنز لوبډلې له بولۍ وړاندې ځان سره د ۱۸ کروړه هندی روپیو په بدل کې ساتلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ