نن غزه کې د اوربند د هوکړې دوهم پړاو خبرې پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثانی ویلی، چې د غزې د اوربند د هوکړې له مخې د خبرو – اترو دوهم پړاو باید نن پیل شی.

هغه دا څرګندونې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره په یوې ګډې خبری ناسته کې کړې دی.

شیخ محمد بن عبدالرحمن زیاته کړې، چې د راتلونکی پړاو د ایجنډا د ټاکلو لپاره اړونده جهتونو ترمنځ ټلېفونی خبرې شوی، خو لا هم د مذاکره کوونکو پلاوو د ترکیب او د خبرو د دقیقې نېټې په اړه کره مالومات نشته.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه هېواد د لومړی وزیر له قوله لیکلی، چې د خبرو – اترو دوم پړاو ته تیاری روان دی، خو وروستی جزییات به د ښکېلو اړخونو تر منځ د توافق له مخې روښانه شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.