نن ملګرو ملتونو کې د بشری حقونو شورا د افغانستان په اړه خپله دوره یی څېړنه پېلوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د بشری حقونو شورا نن د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو د بشری حقونو د وضعیت دوره یی څېړنه پیلوی.

د خبر پر بنسټ په دې ملی راپور کې راغلی چې طـ.ـالبانو د افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو، قومی او مذهبی لږکیو او زیانګالو خلکو د بشری حقونو د محدودولو لپاره څه باندې ۲۰۰ فرمانونه، حکمونه او لارښوونې اعلان کړی.

د بشری حقونو د شورا پر وېب پاڼې د دغه راپور یوه لومړنۍ او له وړاندې ثبت شوې بڼه خپره شوې، چې د افغانستان استازولۍ ورسپارلې.

تمه ده د بشری حقونو شورا کې پر یاد شوی راپور سربېره دوه نور راپورونه هم وړاندې شی چې یو یې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو ارزونې او بل یې د بشری حقونو د فعالانو نظریات دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.