نن ورځ د پخوانی شوروی اتحاد د پوځونو د وتلو۳۴ مه کلیزه ده

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه):
له نن نه ۳۴ کاله وړاندې د سلواغې په همدې نېټه د پخوانی شوروی اتحاد سرتېرو تر څه باندې نهه کاله حضور وروسته له افغانستانه بهر شول.
په دغو جګړو کې نږدې دوه مېلیونه افغانان ووژل شول او په زرګونو نور معلول شول.
دغه جګړه کې د پخوانی شوروی اتحاد ۱۴ زره پوځیان هم ووژل شول او له سیاسی او مالی پلوه شوروی اتحاد ته دا جګړه له زیانه ډکه تمامه شوه او د دوی د اتحاد ماتېدو لامل شو.
ملګرو ملتونو د دغه برید له پیله غبرګون وښود او د ۱۳۵۸ کال په سلواغې میاشت کې دغه سازمان د عمومی اسامبلې په پرېکړه لیک کې هم له افغانستانه د دغو پوځیانو پر ژر وتلو ټینګار وکړ.
که څه هم افغان مجاهدینو شوروی اتحاد لښکرو ته ماتې ورکړه، خو تر هغې وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړې پېل شوې، چې د لکونو نورو افغانانو د وژلو، معلول کېدو او بې ځایه کېدو لامل شو.
په همدې مناسبت نن ټول افغانستان کې عمومی رخصت اعلان شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.