کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې نن سه شنبه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفونی خبرې کوی.
سرچینې ویلی، په دې خبرو کې به روسیې ته د اوکراین د ځمکنیو امتیازاتو او د زاپوریژیا د اټومی بټۍ د کنټرول په څېر مسایل مطرح شی.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، هغه څه چې په اوکراین کې روان دی ښه نه دی، خو موږ به د سولې د یوې موافقې او اوربند لپاره هڅې وکړو.
د اوکراین د جګړې نږدې درې کاله پوره کیږی، خو دې وروستیو کې ورته د ډیپلوماتیکو حل لارو لپاره هڅې زیاتې شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ