کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پوره دوه میاشتې وشوې، چې د غزې پر بې دفاع ولسی وګړو د اسراییلی اشغالګرو بریدونه دوام لری.
د دغو دوو میاشتو په موده کې اسراییلی اشغالګرو له ۱۶ زرو ډېر بې دفاع ولسی وګړی شهیدان کړی او له ۴۵ زرو ډېر یې ژوبل کړی دی.
دغو بریدونو اتیا سلنه خلک هم بې کوره او له ستونزو سره مخ کړې دی.
یو شمېر فلسطینی وګړو له عربی رسنیو سره په خبرو کې ویلی، روغتونونه یې له مړیو او ټپیانو ډک دی، چې اکثر یې مېرمنې او ماشومان دی.
د غزې اوسېدونکی وایی، د امن هېڅ ځای نه دی پاتې او اسراییل هغه ځایونه بمباری، چې ډېری ولسی وګړو په کې پنا اخیستې وی.
اوسمهال د غزې په جنوب، خان یونس کې د اسراییلی اشغالګرو او حمـ.ـاس جنګیالیو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د رویټر خبری آژانس د راپور له مخې د ځمکنی بریدونو د پیل سره سم اسراییلی اشغالګر د حمـ.ـاس جنګیالیو له سخت مقاومت سره مخ شوی او په ډېری برخو کې اسراییلی پوځیان بېرته په شا تمبولی دی.
اسراییلی چارواکو بیا ویلی، چې د ځمکنیو بریدونو د پیل راهیسې یې له سلو ډېر پوځیان او قومندانان له حمـ.ـاس سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
د دغو چارواکو په خبره د حـ.ـماس ډېری جنګیالی تر ځمکې لاندې تونلونو کې پټ دی او له هغه ځایه اسراییلی پوځیان د ماینونو او نښه ویشتونکو وسلو پرمټ هدف ګرځوی.
د حمـ.ـاس جنګیالیو مسوولین بیا له نړیوالو غواړی، چې اسراییلی اشغالګر پر بې دفاع ولسی وګړو له بریدونو وګرځوی.
هېره دې نه وی چې نړیوالو لا تر اوسه د اسراییلی اشغالګرو پر روانو جنګی جنایتونو کومه رغنده پرېکړه نه ده وړاندې کړې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ