نن په تاجکستان کې د افغانستان، تاجکستان او نیپال ترمنځ درې اړخیزه فوټبال لوبلړۍ پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان، تاجکستان او نیپال د فوټبال ملی لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ نن چهارشنبه په تاجکستان کې پیلیږی.

ټاکل شوې چې د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۰۵:۳۰ بجو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د مرکزی سټوډیوم په ډګر کې د نیپال او کوربه هېواد تاجکستان ترمنځ ترسره شی.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه راتلونکې شنبې د مازیګر په ۰۵:۳۰ بجو د نیپال د لوبډلې پر وړاندې ترسره کړی.

د افغانستان ملی لوبډلې دوهمه لوبه به د سه‌‌‌‌‌‌ شنبې په ورځ د کوربه تاجکستان پر وړاندې وی.

یاده دې وی چې افغان لوبډله له څه باندې پنځه‌‌‌‌‌‌ نیمو میاشتو وروسته د لومړی ځل لپاره له خپل ازبکستانی روزونکی عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ورځی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.