کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزیر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن به زابل کې د تورې بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د زابل ولایت د تورې بند د جوړولو چارې څه موده وړاندې د اوسني حکومت له لوري پیل شوې وې.
د تورې بند د ۲۴مترو په لوړوالي ۴۰ متره سور او د ۲.۵ کیلومټره په اوږدوالي سره د ۲.۹ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.
دغه بند د ۶۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو سربېره ۵ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابروي.
د دغې بند اقتصادي ځانګړنه ۱۸.۴ سلنه او د ګټې اخیستنې عمر یې ۵۰ کاله اټکل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري، چې لګښت یې له ملي بودیجې ورکړل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/