نن په زابل کې د تورې بند ګټې اخیستنې ته سپارل کیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د اوبو او انرژۍ وزیر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې نن به زابل کې د تورې بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.

د زابل ولایت د تورې بند د جوړولو چارې څه موده وړاندې د اوسنی حکومت له لوری پیل شوې وې.

د تورې بند د ۲۴مترو په لوړوالی ۴۰ متره سور او د ۲.۵ کیلومټره په اوږدوالی سره د ۲.۹ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لری.

دغه بند د ۶۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو سربېره ۵ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابروی.

د دغې بند اقتصادی ځانګړنه ۱۸.۴ سلنه او د ګټې اخیستنې عمر یې ۵۰ کاله اټکل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لری، چې لګښت یې له ملی بودیجې ورکړل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.