کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې نن د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ له لوری ننګرهار پوهنتون کې د اقلیم بدلون ستر علمی نړیوال کنفرانس ترسره شی.
د خبر پر بنسټ، دغه کنفرانس چې د سیمې هېوادونو په کچه تر اوسه جوړ شوی نه دی، تمه ده چې په کې د داخلی استادانو په ګډون د ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو څېړونکی او استادان برخه واخلی او په افغانستان کې د اقلیمی بدلون د اغېزو په اړه خپلې مقالې له ګډونوالو سره شریکې کړی.
د دې کنفرانس تر پیل وړاندې د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمی مجلو مرستیال پوهنمل دوکتور کفایت الله کاکړ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې یوه خبری کنفرانس پرمهال ویلی، چې د دغه کنفرانس لپاره د ۲۵۰ په شاوخوا کې څېړنیزې مقالې رالیږل شوی، چې له ډلې یې ۲۰ مقالې له بهرنیو هېوادونو څخه دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ