کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د کلیو بیا ودانولو موسسې ویلی، چې نورستان ولایت کې د ۱۳ میلیونه یورو په ارزښت یو شمېر پروژې پلې کوی.
د دغې موسسې مسوول رسنیو ته زیاته کړې، چې غواړی دغه ولایت کې د ۱۳میلیونو یورو په ارزښت د سرپنا او ساختمانونو اړوند یو شمېر پروژې پلې کړی.
نوموړی ویلی پلان لری، چې په دغه کال کې به په یاد ولایت کې د کرنې اړوند د ساختمانونو، خلکو ته د سرپنا په جوړولو او نورو برخو کې د عامو خلکو د لاسنیوی په موخه یو شمېر پروژې پلې کړی.
نورستان چې په طبیعی ښکلاو پوخل شوی ولایت دی، دې وروستیو کې ورته د سېلانیانو ورتګ ډېر شوی دی، خو اوسېدونکی یې په کمزوری اقتصادی وضعیت کې ژوند کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ