کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۰ نېټه):
د نورستان ولایت د پوهنی ریاست چارواکی وایی، د پوهنې وزارت په وړاندیز او د رییس الوزرا د دفتر د منظوری په اساس د اوسنی سرپرست حکومت هغه سرتیری چې په تېرو شلو کالو کې یې زده کړې نیمګړې پاتې وې، د پوهنی وزارت د یو ځانګړی میکانیزم له مخی په دولسم ټولګیو کې جذبوی.
د نورستان ولایت پوهنی ریاست تدریسی چارو مرستیال سید رسول عابد ویلی، په همدی موخه مرکز پارون کې ۳۸۰ تنو غازیانو او مجاهدینو څخه آزموینه اخیستې او په نږدې راتلونکی کې به ختیځ او لوېدیځ نورستان کې هم د آزموینی لړۍ پیل کړی.
د مسوولینو په وینا د آزموینی بریالی کسان به د خپلو سیمو نږدی لېسو ته وروپېژندل شی او د زده کړو څخه وروسته به ورته د دولسم ټولګی د فراغت سندونه ورکړل شی.
د خبر له مخې د آزموینی ګډونوالو له یادی پروسې خوښی څرګنده کړې او د پوهنی وزارت د دغې پرېکړې هرکلی یې کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ