کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت د مرکز پارون له کانونو استخراج شوي بیروج د یوې آزادې بولۍ له لارې په ۱۵.۵ میلیونه افغانۍ وپلورل شول.
د نورستان د کانونو او پټرولیم رییس سیدالرحیم عمیر ویلي، دا قیمتي ډبرې د مرکز پارون له کانونو ترلاسه شوي، چې د پارون ښار ډیوې کلي کې د آزادې بولۍ له لارې وپلورل شول.
نورستان د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې د قیمتي ډبرو پراخ کانونه لري. د بیروج ډبرې د ځانګړي شین او نیلي رنګ له امله ډېر ارزښت لري.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/