کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې د دې ولایت د مرکز پارون له کانونو استخراج شوی بیروج د یوې آزادې بولۍ له لارې په ۱۵.۵ میلیونه افغانۍ وپلورل شول.
د نورستان د کانونو او پټرولیم رییس سیدالرحیم عمیر ویلی، دا قیمتی ډبرې د مرکز پارون له کانونو ترلاسه شوی، چې د پارون ښار ډیوې کلی کې د آزادې بولۍ له لارې وپلورل شول.
نورستان د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې د قیمتی ډبرو پراخ کانونه لری. د بیروج ډبرې د ځانګړی شین او نیلی رنګ له امله ډېر ارزښت لری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ