کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۱۴ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
د خبر پربنسټ دغه پېښه تېره ورځ درې بجې د نورستان دوآب ولسوالۍ په بجیګل سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوه، چې په کې اووه تنه مړه او ۸ نور ټپیان شول.
د مسوولینو په وینا ټپیان د دوآب ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوی، خو د دریو تنو په کې روغتیایی وضعیت نازک دی.
د نورستان پر لار ډېری پېښې د سړکونو د خرابوالی له امله رامنځته کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ