معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نورستان کې د څلورو روغتیايي پروژو پرانیسته وشوه

نورستان کې د څلورو روغتیايي پروژو پرانیسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال نورستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یاد وزارت اړوند د ۴ بېلابېلو پروژو پرانیسته کړې ده.
په دغو پروژو کې د مرکز پارون ۱۰۰ بستریز ولایتي روغتون، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون، د واکسین خوندي ساتلو لپاره د ودانۍ او په ټولو ولسوالیو کې د( FHH) ۲۵مرکزونو ودانۍ شاملې دي.
د راپور پربنسټ، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال وویل چې نورستان ولايت ته یې د سفر موخه د روغتيايي مرکزونو څارنه او د یادو پروژو پرانيسته وه.
نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د دې ولایت سقوط شوی روغتيايي سيسټم به په پښو ودروي او معیاري او باکيفيته صحي خدمات به د هېواد ګوډ ګوډ ته ورسوي. صاحبزاده د نورستان خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د ولایتي روغتون نیمه کاره ودانۍ به ورغوي او په دغه برخه کې يې د اړونده شرکت مسولینو سره خبرې اترې کړي او ډېر ژر به پرې کار پیل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس