کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت د مالی او اداری چارو مرستیال نورستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یاد وزارت اړوند د ۴ بېلابېلو پروژو پرانیسته کړې ده.
په دغو پروژو کې د مرکز پارون ۱۰۰ بستریز ولایتی روغتون، په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون، د واکسین خوندی ساتلو لپاره د ودانۍ او په ټولو ولسوالیو کې د( FHH) ۲۵مرکزونو ودانۍ شاملې دی.
د راپور پربنسټ، د عامې روغتیا وزارت د مالی او اداری چارو مرستیال د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال وویل چې نورستان ولایت ته یې د سفر موخه د روغتیایی مرکزونو څارنه او د یادو پروژو پرانیسته وه.
نوموړی زیاته کړه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د دې ولایت سقوط شوی روغتیایی سیسټم به په پښو ودروی او معیاری او باکیفیته صحی خدمات به د هېواد ګوډ ګوډ ته ورسوی. صاحبزاده د نورستان خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د ولایتی روغتون نیمه کاره ودانۍ به ورغوی او په دغه برخه کې یې د اړونده شرکت مسولینو سره خبرې اترې کړی او ډېر ژر به پرې کار پیل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ