“نومیالی ګهیځ”، د اسلامی مبارزې د یوه اتل سپاهی یاد!

په څلوېښتمه لمریزه لسیزه کې هغه وخت چې په افغانستان کې یوې خواته د ایډیولوژیو جګړه نوې ګرمه شوې وه او بل لوری ته د سیمې او ګاونډ هېوادونو هر یوه غوښتل زمونږ په مسلمان هېواد کې خپلې ایډیولوژیکې جرړې وغزوی، یوه درویش صفته او فقیر افغان (شهید منهاج الدین ګهیځ) د خپل ایمانی رسالت او ویښ ضمیر په آواز، پداسې حال کې چې لا د خپلې کورنۍ غړی یې هم ورسره متفق نه وو، د “ګهیځ” د وېښونکې او روزونکې جریدې بنسټ کېښود چې په کمه موده کې یې وکولای شول نه یوازې په پلازمېنه کابل، بلکې په ټول افغانستان کې خپلې وړانګې خپرې کړې او اسلامی فرهنګی مبارزې تش سنګر یې په ډېره ښایسته بڼه ډک کړ.
د ګهیځ د پیاوړې جریدې د هغه وخت شته کلیکسیونونو ته یوه پاملرنه دا را په ګوتو کوی چې په رښتیا هم شهید منهاج الدین ګهیځ او د ګوتو په شمار د ده مبارزو قلموالو ملګرو لا هغه وخت پدې ملک او پدې خاوره د سره استعمار تاړاک درک کړی وو او د هغې د مقابلې او ورسره د مبارزې ګرم سنګر یې پرانیستی وو چې په هېواد کې د شاهی نظام تر سیوری لاندې زمونږ یو شمېر برجسته علماء او روحانیون هم په آرام خوب ویده وو او د دې هېواد او ولس د نژدې راتلونکې د دې سترې غمېزې وړاندوینه یې نشوای کولای.
“ګهیځ” چې له نن څخه لسیزې وړاندې د خپل ایمانی رسالت او عمیق فهم له مخې رسنیزه مبارزه پیل کړه، نن هم د دې ولس او ټولنې په لیکو کې د څلوېښتمې او پنځوسمې لسیزې د ګهیځ په څېر د یوه بل همداسې وېښونکی او په ټولنه او هېواد کې د اسلامی فهم او بهرنی استعمار په وړاندې د ودرېدونکی “گهیځ” د زرینو وړانگو د ځلېدو او خورېدو شاهده ده چې غواړی هېواد او هېوادوال د احساس او سپېڅلتوب په میدان کې ټینګ ودرېږی او ښکاره کړی چې که د وخت مزدور عناصر د شهید منهاج الدین ګهیځ وینه د هغه د اسلامی انقلابی افکارو او وېښونکو فعالیتونو د مخنیوی په موخه تویولی شی نو د اوس پېر یو شمېر مسؤولیت پېژندونکی وګړی هم بیا د هغه د کار او فکری خط د دوام په بڼه، د نوموړی سپېڅلی شهید یاد ژوندی ساتی او د ژوندی ساتلو ژمنه یې کوی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د خپل فرهنګی او رسنیز فعالیت د پیل له نېټې څخه ژمنه کړې چې د دغه نوم ورکی شهید د ژوند او مبارزې په تړاو به معلومات را ټولوی د هغه د کورنۍ د ژوند تیاره اړخونه به رڼا کوی او پر هغه پله به پل ږدی چې د بیان د آزادۍ او اسلامی مبارزې د لارې دغه اتل شهید پرې ګام اېښی.
دا کار پدې هم ضرور دی چې زمونږ د ولس او هېواد راتلونکی نسلونه د خپلو ګڼو نورو ویاړونو تر څنګ باید خپل سپیڅلی قهرمانان او د استعمار سره د مبارزې په لار کې خپل ویاړلې شهیدان وپېژنی، د هغوی د شخصیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړی او پدې پوه شی چې پر هېواد او ټاټوبی یې د سره استعمار د پوځی یرغل نه کلونه وړاندې، د دې خطر وړاندوینه کړې وه او د هغې سره د مبارزې په لار کې یې د وېښتابه او بیدارۍ غوښتنه کړې وه.
لکه څه ډول چې د “نومیالی ګهیځ” کتاب د مخکتنې په غونډه کې چې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې له خوا جوړه شوې وه، ګډونوالو او وینا والو د دې اقدام ستاینه وکړه او دا ډول اقدامات یې د هېواد د فرهنګی مبارزې په ډګر کې یو پر وخت، مناسب او وړ ګام وبللو، همداسې به ان شاء الله پدې لار کې زمونږ نور اقدامات هم مناسب او د ټولنې له شان سره برابر وی.
طبیعی ده چې دا ډول ګامونه او اقدامات له ستونزو او نا خوالو هم خالی نه وی، پدې لار کې د ګهیځ ټولنې اخیستل شوی ګامونه هم نه بشپړ ګڼلای شو او نه هم بسندوی او د دې ستونزمن مزل ترسره کول که یوې خواته جدی کار او زیار ته اړتیا لری نو بل اړخ ته د هېواد والو او په خاصه توګه د هېواد د پوه او زړه سوانده ټولګی، پراخ مادی او معنوی ملاتړ هم ورسره ضروری دی.
که چېرې زمونږ اخیستل شوی ګامونه او پدې لار کې ترسره شوی کار او زیار د هېواد او ولس د پوه او زړه سوانده قشر پراخ ملاتړ له ځان سره و نه لری، بیا هم مونږ ځان بریالی نشو ګڼلای او بیا به هم ونشو کولای په ډاډه زړه خپل کار او زیار ته دوام ورکړو.
پدې هیله چې وکولای شو پدې هېواد کې د فرهنګی مبارزې د اتلو قلموالو او پیاوړو فرهنګی مبارزینو د هلو ځلو او د هغوی د پاک احساساتو سمه قدردانی وکړای شو او کم تر کمه راتلونکو نسلونو ته د هغوی یو داسې انځور ورکړو چې پرې و ویاړی، نه دا چې خدای نا خواسته هېر یې کړی او هلې ځلې یې له ذهنونو وباسی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.