نوی افغان حکومت کابینې د “بېلا بېلو افغان شخصیتونو” د راستنېدو لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ.

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۲۵مه او د مارچ ۱۶مه نېټه ده) د حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دغه کمیسیون د (د راستنیدو او اړیکو کمیسیون) تر عنوان لاندې جوړ شوی او مشری یې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوی شهاب الدین دلاور کوی.
په دې خبرپاڼه کې د دغه کمیسیون د فعالیتونو په اړه جزئیات نه دی ورکړل شوی.
د اسلامی امارت تر واکمنۍ راهیسې د پخوانی حکومت ډېری چارواکی له افغانستانه تښتېدلی دی. د اسلامی امارت چارواکو په وار وار پر پخوانیو چارواکو غږ کړی چې هېواد ته دې راستانه شی.
د دولت کابینې هم د خپلو امنیتی ځواکونو پر موټرو د اسلامی امارت د مشرانو د عکسونو پر لګولو «بشپړ» بندیز لګولی دی.
په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د کورنیو چارو، دفاع او استخباراتو وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې تر خپل واک لاندې ځواکونه له دې کار منع کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.