نړیوالو بنسټونو افغانستان کې له سېلاب‌ ځپلو کورنیو سره د مرستې ژمنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۳۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره په یوه بېړنۍ غونډه کې له هغوی غوښتنه کړې، چې په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو په رسولو کې همکاری وکړی.

د یاد وزارت مسؤولین وایی، له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ۷۰ کسانو د اورښتونو او سېلابونو له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۶ نور ټپیان دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په دغه بېړنۍ غونډه کې د خوړو نړیوال سازمان، اوچا، یوناما او یو شمېر نورو بنسټونو استازیو هم ګډون درلود.

یادو مرستندویه بنسټونو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د سېلاب‌ ځپلو کورنیو سره د خپلو مرستو رسول چټک کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.