کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوال بانک ويلي، په افغانستان کې یې د اقتصادي کړکېچ د هواري او د ځینو اقتصادي پروژو د پلې کولو په پار د ۸۴ میلیونه ډالره مرسته منلې ده.
د خبر پر بنسټ، نړیوال بانک تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو مرستو ۷۰ میلیونه به یې د افغانستان د اماني صندوق له لارې پر پرمختیایي پروژو ولګول شي.
د نړیوال بانک د افغانستان د برخې مشر ملندا ګوډ ویلي، نړیوالې پرمختیایي ټولنې په تېرو اتو میاشتو کې د کار موندنې په تېره بیا د مېرمنو لپاره د کاري زمینو د برابرولو په چاره کې یوه تګلاره جوړه کړې ده.
نړیوال بانک ویلي، چې د دوی دغه مرستې به د شپږو حوزو له لارې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د خلکو لپاره وړاندې شي او ورسره به د مېرمنو او راستنو شویو کډوالو لپاره هم کاري فرصتونه هم په پام کې ونیول شي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/