کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوال بانک ویلی، په افغانستان کې یې د اقتصادی کړکېچ د هواری او د ځینو اقتصادی پروژو د پلې کولو په پار د ۸۴ میلیونه ډالره مرسته منلې ده.
د خبر پر بنسټ، نړیوال بانک تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د دغو مرستو ۷۰ میلیونه به یې د افغانستان د امانی صندوق له لارې پر پرمختیایی پروژو ولګول شی.
د نړیوال بانک د افغانستان د برخې مشر ملندا ګوډ ویلی، نړیوالې پرمختیایی ټولنې په تېرو اتو میاشتو کې د کار موندنې په تېره بیا د مېرمنو لپاره د کاری زمینو د برابرولو په چاره کې یوه تګلاره جوړه کړې ده.
نړیوال بانک ویلی، چې د دوی دغه مرستې به د شپږو حوزو له لارې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د خلکو لپاره وړاندې شی او ورسره به د مېرمنو او راستنو شویو کډوالو لپاره هم کاری فرصتونه هم په پام کې ونیول شی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ