معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نړیوال بانک وایي، افغانستان کې له هرو دریو کورنیو دوه یې اقتصادي ستونزې لري

نړیوال بانک وایي، افغانستان کې له هرو دریو کورنیو دوه یې اقتصادي ستونزې لري

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۲ مه نېټه):
نړیوال بانک په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان له هرو دریو کورنیو څخه یې د دوو کورنیو ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د دغه بانک د راپور له مخې، دوی د جنوبي اسیا د هېوادونو اقتصادي وده نږدې ۵،۸ سلنه اټکل کړې ده، خو په دې اټکل کې افغانستان نه دی شامل.
په دغه راپور کې له بنګلدېش پرته د ډېرو نورو هېوادونو اقتصادي وضعیت مخ پر ودې ښودل شوی، خو د افغانستان په اړه هېڅ ډول ارقام او وړاندوینه نه ده شوې.
دغه راپور ښيي، چې له افغانستان او بنګلدېش پرته د سویلي آسیا هېوادونه به په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې نږدې ۵،۸ سلنه اقتصادي وده وکړي.
دغه بانک په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلون او شدیدو طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس