نړیوال بانک وایی، افغانستان کې له هرو دریو کورنیو دوه یې اقتصادی ستونزې لری

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۲ مه نېټه):
نړیوال بانک په خپل یوه تازه راپور کې ویلی، چې د افغانستان له هرو دریو کورنیو څخه یې د دوو کورنیو ژوند له اقتصادی ستونزو سره مخ دی.
د دغه بانک د راپور له مخې، دوی د جنوبی اسیا د هېوادونو اقتصادی وده نږدې ۵،۸ سلنه اټکل کړې ده، خو په دې اټکل کې افغانستان نه دی شامل.
په دغه راپور کې له بنګلدېش پرته د ډېرو نورو هېوادونو اقتصادی وضعیت مخ پر ودې ښودل شوی، خو د افغانستان په اړه هېڅ ډول ارقام او وړاندوینه نه ده شوې.
دغه راپور ښیی، چې له افغانستان او بنګلدېش پرته د سویلی آسیا هېوادونه به په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې نږدې ۵،۸ سلنه اقتصادی وده وکړی.
دغه بانک په خپل راپور کې ویلی، چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمی بدلون او شدیدو طبیعی پېښو له ګواښ سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.