کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلی، چې د روان زېږدیز کال له جنورۍ تر سپتمبر پورې د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه کم شوی دی.
د راپور په وینا، د صادراتو د کمېدو یو اصلی لامل د پاکستان له لوری د افغانستان پر مېوو او زراعتی محصولاتو د مالیاتو زیاتوالی ګڼل شوی دی.
نړیوال بانک د دې ستونزې د هواری لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.
راپور همدارنګه په سیمه ییزه کچه د افغان محصولاتو د صادرولو لپاره د بدیلو لارو پر موندلو ټینګار کړی.
د دوی په وینا دغه کموالی د افغان سوداګرو لپاره جدی ننګونې راپورته کړی، چې د اقتصادی ودې د ټکنی کېدو لامل هم ګڼل کېدای شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ