کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۵ مه نېټه):
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند ویلی، چې ترکی پانګوالو افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې او ټاکل شوې چې نږدې راتلونکی کې یو شمېر ترکی پانګوال افغانستان ته راشی.
د راپور پر بنسټ نوموړی زیاته کړې، ترکی پانګوال لېواله دی، چې افغانستان کې د سړکونو د جوړولو، انرژۍ، صنعت او کرنې برخو کې پانګونه وکړی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست همدارنګه راتلونکې سپټمبر میاشت ترکیه کې د یوه نندارتون د جوړېدو خبر هم ورکړی، چې افغان سوداګر به هم په کې برخوال وی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه اونۍ د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ترکیې هېواد ته سفر کړی و او هلته یې ترکی او مېشتو افغان پانګوالو ته بلنه ورکړې وه، چې افغانستان کې پانګونه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ