نږدې ۱۸ میلیونه افغانان روغتیایی مرستو ته اړتیا لری

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ په تازه راپور کې ویلی، چې روان کال نږدې ۱۷.۹ میلیونه افغانان روغتیایی مرستو ته اړتیا لری.

دغه راپور، چې تېره ورځ خپور شوی، د افغانستان روغتیایی وضعیت په کې نازک بلل شوی او په دې برخې یې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

راپور زیاته کړې، چې په افغانستان کې د شری، ماشومانو د خوارځواکۍ، میندو او ماشومانو د درملنې وړ ناروغیو، شدیدو اسهالاتو، ډینګی، کانګو او ملاریا لوړه کچه د روغتیایی سکتور لپاره جدی ننګونې جوړې کړی دی.

د UNHCR په وینا افغانستان کې د روغتیایی پاملرنې لپاره د کافی سرچینو نشتوالی د دې لامل شوی، چې خلک له سخت روغتیایی وضعیت سره مخ شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.