نیمروز ولایت کې ځانمرګی برید شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نیمروز ولایت کې امنیتی مسوولینو ویلی، چې یو تن ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوی دی.

د دوی په خبره یاد بریدګر غوښتل چې ځان د مستوفیت دروازې له لارې د ولایت مقام دفتر ته ورسوی، خو په وینا یې چې له پېژندلو سره سم د امنیتی کسانو له لوری له منځه وړل شوی دی.

د ځایی مسوولینو په وینا پېښه کې درې تنه امنیتی کسان سطحی ټپیان شوی، خو نور چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.

د دوی په وینا د بریدګر موخه د نیمروز والی شېخ محمد قاسم خالد و.

تر اوسه د دغې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو امنیتی مسوولینو ویلی، په اړه به یې هر اړخیزې پلټنې وکړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.