نیمروز کې اورلګېدنې خلکو ته درانه مالی زیانونه اړولی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د نیمروز ولایت سیمه ییزو.چارواکو د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د یوې لویې اورلګېدنې له امله خلکو ته د درنو مالی زیانونو د اوښتو خبر ورکړی.
د دلارام ولسوال ویلی، چې نن سهار د چشت ښار د دلارام په بازار کې اور لګېدلى و، چې خلکو ته یې ډېر مالی زیانونه اړولی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، لومړى په یوه موټر کې چې سل بوشکې تېل بار و، اور ولګېد او وروسته اور له مالونو ډک کانټینرونو او د خلکو دوکانونو ته خپور شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه موټر کې سل بوشکې تېل، یو کانټینر د موټر پرزې، وچه مېوه او نور توکی په کانټینر کې دننه په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.