نیمروز کې دوه روغتیایی مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نیمروز عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د دوه نویو روغتیایی مرکزونو د فعالېدو خبر ورکړی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ویلی، چې د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې دوه روغتیایی مرکزونه د روغتیا نړیوال سازمان په مالی مرسته جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ده په وینا، یادو روغتیایی مرکزونو کې د سراپا، نسایی ولادی، ورځنی واکسینونو، تغذیې خدمتونه او روانی ناروغانو ته مشورې ورکول کیږی.
په ورته مهال د سیمې اوسېدونکی د دغو روغتیایی مرکزونو فعالېدو باندې خوښی ښیی او په روغتیایی برخه کې د نورو آسانتیاوو غوښتونکی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.