کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۶ مه نېټه):
یو شمېر رسنیو د ځایی سرچینې له قوله ویلی، چې د دغه ولایت د کنګ ولسوالۍ په ماککی سیمه کې د افغان او ایرانی پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، جګړه اوس هم روانه ده، په وینا یې دواړه لوری یو بل له درنو وسلو کار اخلی.
تر اوسه د دغې نښتې اړوند د ځانی یا مالی زیان په اړه رسنیو ته څۀ نۀ دی ویل شوی.
د دغې نښتې راپورونه په داسې مهال خپریږی، چې تازه کابل کې د ایران سفیر د اړیکو بیا ښه والی او رغون لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی سره لیدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ