نیمروز کې د سختې یخنۍ له امله د کثافاتو یو ټولوونکی ماشوم مړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۲ مه نېټه):
۸ صبح ورځپاڼې په نیمروز ولایت کې د سیمه ییزو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې د سختې یخنۍ له امله د کثافاتو یو ټولوونکی ماشوم مړ شوی دی.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې چې نوموړی ماشوم د زرنج ښار له واټونو څخه د کثافاتو په راټولولو بوخت و، چې د سختې یخنۍ له امله د کثافاتو د راټولو پرمهال مړ شوی دی.
سرچینو ویلی، د هوا له سړېدو سره_سره دغې ماشوم ټوله ورځ د کثافاتو په راټولولو تېره کړې وه، چې د ډېرې یخنۍ نه برداشت کېدو له امله یې ژوند بایللی دی.
ځایی حکومتی سرچینو تر دا دمه د دغې ورځپاڼې د خبر په اړه څۀ نه دی ویلی.
د سختۍ یخنۍ له امله دغه ماشوم په داسې حال کې خپل ژوند بایللی چې دې وروستیو ورځو کې د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د شدیدو واورو او بارانونو ترڅنګ د سړې هوا څپې ور ننوتی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.