نیمروز کې د پرونۍ نښتې په اړه څېړنې پیل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې نیمروز ولایت کې د سرپرست افغان حکومت او ایرانی ځواکونو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې او د دواړو هېوادونو چارواکو ویلی، چې د نښتې د عواملو په اړه یې څېړنې پیل کړی دی.
د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلی، چې د کنګ په سرحدی ولسوالۍ کې په پرونۍ نښته کې له دواړو خواو یو_یو تن وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان دی. د نوموړی په وینا موضوع د دواړو هېوادونو تر مشرانو پورې رسېدلې ده.
ایرانی رسنیو بیا راپور ورکړی، چې په نښته کې د ایران دوه سرحدی سرتېری او د سرپرست حکومت یو سرتیری وژل شوی دی.
د فارس خبری اژانس د راپور له مخې د دواړو هېوادونو سرحدی چارواکو د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دی.
هېره دې نۀ وی چې تر دې وړاندې د حقابې او تاسیساتو جوړولو پر سر د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.