کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله اووه تنو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوی دی.
د خبر پر بنسټ، د نیمروز د ترافیکو ریاست مسوولین وایی، د دې پېښې په قربانیانو کې څلور تنه نارینه، دوه ښځې او یو ماشوم شامل دی.
تر دې دمه د پېښې اصلی لامل څرګند نه دی، خو عینی شاهدانو د پېښې اصلی علت د موټر چلوونکو بې غوری یاده کړې.
مسوولین د لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې غوری او قوانینو ته نه پاملرنه د دغه ډول پېښو اصلی لاملونه ګڼی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ