کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۸مه نېټه):
د سټنډرډ ملی ادارې ویلی، ایران هېواد ته یې پنځه ټانکره نور بې کېفیته تېل بېرته مسترد کړی دی. یادې ادارې ویلی، دغه اندازه تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، د نیمروز ولایت ورېښمو له لارې بېرته ایران ته مسترد شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملی ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی.
د سټنډرډ ملی ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتی، چې هېواد ته با کېفیته توکی وارد نه کړی، کنه نو له ورته چلند سره به مخ شی.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړاندې هم هېواد ته د سلګونه ټانکره بې کېفیته نفتی توکو د راوارد کېدو د مخنیوی خبرونه ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ