کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر پر اساس، مسوولینو د نیمروز ولایت د زرنج ښار سویل لویدیځ ته په خوابګاه کلی کې د حکومتی ځمکو د غصب د مخنیوی او بیا راګرځېدلو د تخنیکی کمېټې لخوا د څه باندې ۵ سوه جریبه ځمکې د تثبیت او تصفیې خبر ورکړ.
د خبر له مخې د حکومتی ځمکو د غصب د مخنیوی او بیا راګرځېدلو د تخنیکی کمېټې د عملیاتی پلان له مخې، ۵۶۸ جریبه ځمکه د املاکو د دفترونو او کادستری نقشې له مخې تثبیت او جلا شوه.
مسوولینو زیاته کړې، هغه کسان چې د تثبیت شویو ځمکو په سیمو کې دعوا لری، کولای شی چې د یکشنبې او سې شنبې ورځو کې خپل اسناد د عدلیې ریاست د امارتی قضایایو آمریت ته د څېړلو په موخه وسپاری.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د دغې کمېټې له جوړېدو وروسته مسوولینو د زرګونه جریبه حکومتی ځمکو د بیا راګرځېدو راپورونه ورکړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ