معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نیمروز کې چارواکو د چاپ خونو له مسوولینو سره ناسته ترسره وکړې

نیمروز کې چارواکو د چاپ خونو له مسوولینو سره ناسته ترسره وکړې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نيمروز اطلاعاتو او کلتور ریيس د زرنج ښار د چاپ خونو او کتاب پلورنځيو له مسوولینو سره د کاپي_رايټ د قانون د رعايتولو په موخه کتنه وکړه.
د خبر له مخې دغه غونډه چې د اطلاعاتو او کلتور د ریيس په کاري دفتر کې جوړه شوې وه، د يادې ادارې ریيس وويل، هغه کسان چې غواړي کتاب او رساله چاپ کړي، باید له چاپ مخکې د اطلاعاتو او کلتور له ریاست سره همغږي وکړي، تر څو یې د کتاب یا مقالې محتوا وڅېړي او له هر اړخیز ډاډ وروسته یې د چاپ چارې مخته یوسي.
نوموړي زیاته کړې، چې له يادې غونډې څخه يې موخه د ليکوالانو د حقونو د ضايع کېدو مخنيوى او د چاپ خونو او کتاب پلورنځیو د مسوولینو او د اطلاعاتو او کلتور رياست ترمنځ د لا زياتې اړيکې او همغږۍ رامنځته کول دي.
همداراز د یاد ریاست رییس ویلي، ټول باید د غیرقانوني کاپي کولو څخه ډډه وکړي.
د چاپخونو او کتاب پلورنځیو مسوولینو د اطلاعاتو او کلتور له رییس څخه د اصولو د ساتنې په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس