کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نیمروز اطلاعاتو او کلتور رییس د زرنج ښار د چاپ خونو او کتاب پلورنځیو له مسوولینو سره د کاپی_رایټ د قانون د رعایتولو په موخه کتنه وکړه.
د خبر له مخې دغه غونډه چې د اطلاعاتو او کلتور د رییس په کاری دفتر کې جوړه شوې وه، د یادې ادارې رییس وویل، هغه کسان چې غواړی کتاب او رساله چاپ کړی، باید له چاپ مخکې د اطلاعاتو او کلتور له ریاست سره همغږی وکړی، تر څو یې د کتاب یا مقالې محتوا وڅېړی او له هر اړخیز ډاډ وروسته یې د چاپ چارې مخته یوسی.
نوموړی زیاته کړې، چې له یادې غونډې څخه یې موخه د لیکوالانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوى او د چاپ خونو او کتاب پلورنځیو د مسوولینو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست ترمنځ د لا زیاتې اړیکې او همغږۍ رامنځته کول دی.
همداراز د یاد ریاست رییس ویلی، ټول باید د غیرقانونی کاپی کولو څخه ډډه وکړی.
د چاپخونو او کتاب پلورنځیو مسوولینو د اطلاعاتو او کلتور له رییس څخه د اصولو د ساتنې په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ