ګهیځ: نن یکشنبه( د مرغومی ۵مه) نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تبصره کې ویلی، په کار ده چې امریکا د پاکستان پر وړاندې پر خپلې تګلارې له سره غور وکړی.
په تبصره کې راغلی، امریکایی سیاستوال او ډېری پالیسی جوړوونکی په دې باور دی چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې تر ټولو ستر مسوولیت پاکستان ته ورګرځی نو همدا سبب دی چې، امریکا دې نور پر دغه هېواد له تکیه کولو ډډه وکړی.
په مطلب کې راځی، له پاکستان سره دې نظامی همکارۍ کمې کړل شی، د افغانستان په اړه دې له دغه هېواد سره بحثونه ختم کړل شی، بلکې نېغ په نېغه دې په خپله له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کړل شی.
نیویارک ټایمز ټینګار کړی چې، د دې هر څه تر څنګ دې له دغه هېواد سره د امریکا د مرستو کچه را ټیټه شی.
په تبصره کې همدا راز لیکل شوی، که امریکایی سیاستوال دې برخو ته پام نه کوی او د پخوا په څېر له دغه هېواد سره غواړی اړیکې وغځوی، دا به د یوې تېروتنې بیا بیا تکرار وی چې زیانونه به یې یوازې امریکا ته اوړی.
گهیځ