کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د نیپال شمال لوېدیځ په یوه غرنۍ سیمه کې د وړمې ورځې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۷ تنو ته لوړ شوی دی.
راپورونه وایي، چې د زلزلې بیا راتلو له وېرې زرګونو خلکو تېره شپه چې هوا هم سړه وه، په ازاده فضا کې تېره کړې ده.
د جمعې ناوخته د دې زلزلې له کبله زیاتو کورونو ته په ججارکوټ ولسوالۍ کې زیان اوښتی او ان ځینې کانکرېټي کورونه هم په ښارګوټو کې زیانمن شوي دي.
محلي رسنۍ وايي زیات کسان د کورونو نړېدو په پېښه کې مړه شول، دغه کورونه له ډبرو او چهارتراشونو جوړ وو، چې د زلزلې شدت ونړول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/