نیپال کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۷ ته لوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د نیپال شمال لوېدیځ په یوه غرنۍ سیمه کې د وړمې ورځې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۷ تنو ته لوړ شوی دی.
راپورونه وایی، چې د زلزلې بیا راتلو له وېرې زرګونو خلکو تېره شپه چې هوا هم سړه وه، په ازاده فضا کې تېره کړې ده.
د جمعې ناوخته د دې زلزلې له کبله زیاتو کورونو ته په ججارکوټ ولسوالۍ کې زیان اوښتی او ان ځینې کانکرېټی کورونه هم په ښارګوټو کې زیانمن شوی دی.
محلی رسنۍ وایی زیات کسان د کورونو نړېدو په پېښه کې مړه شول، دغه کورونه له ډبرو او چهارتراشونو جوړ وو، چې د زلزلې شدت ونړول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.