کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۳ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپور پر بنسټ، په نیپال کې د پرونۍ زلزلې له امله چې شدت یې د رېښتر په کچه ۵.۶ درجې ښودل شوی، سل تنه مړه شوی او ګڼ شمېر نور ژوبل دی
نیپالی چارواکو رسنیو ته ویلی، چې ښایی د مړو او ټپی شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شی؛ ځکه چې په سیمې کې د ژغورنې او لټون عملیات روان دی.
چارواکو زیاته کړې، چې زلزله د دې هېواد په لویدیځې برخې په لرې پرتې سیمې کې شوې او ګڼ شمېر کورونه په کې له منځه تللی دی.
د نیپال لومړی وزیر پوشپا کمال په پېښه ژور خفګان ښودلی او ویلی یې دی، چې زلزله په سیمه ییز وخت د شپې په ۱۱ بجو او ۴۷ دقیقو د جاجارکوټ په ولسوالۍ کې شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ