هالنډ کې د ریل ګاډی چپه کېدو ۳۱ کسانو ته مرګ_ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۶ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د هالنډ هاګ ښار ته نږدې یو مسافر وړونکی ریل ګاډی له لیکې وتلی، چې له امله یې یو تن وژل شوی او شاوخوا دېرش نور ټپیان دی.
د راپورونو له مخې د ډېرو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
فرانس پرس آژانس ویلی، تر اوسه د پېښې لامل معلوم شوی نه دی.
د هالنډ رسنیو ویلی، چې د ریل ګاډی مخې ته د ساختمانی چارو یو وړونکی کرین موجود و، خو چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دی تایید کړی.
ویل شوی چې د پېښې پر مهال ریل ګاډی کې شاوخوا ۵۰ مسافر سپاره وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.