کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې اوس مهال هرات کې په ورځنی ډول ۲ زره بطرۍ تولیدیږی.
دغه ولایت کې د بطریو تولیدی شرکت مسوولین وایی، پلان کې لری چې په نږدې راتلونکې کې له هېواد څخه بهر هم د خپلو تولید شویو بطریو صادرات پیل کړی.
دوی وایی، د دغو بطریو په تولید سره توانیدلی، چې افغانستان د بطریو په برخه کې پر ځان بسیا کړی.
مسوولین وایی، چې په دغه فابریکه کې ۱۸۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
سرپرست حکومت هم د کورنیو تولیداتو د ودې او په کور دننه د داخلی تولیداتو په ګټې اخیستنې ټینګار کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ