معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې

هرات کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۰ مه نېټه)

هرات کې ځایي سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د سرچینې په وینا دغه ولایت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا مزي پرون له غرمې وروسته کشک رباط سنګي ولسوالۍ په بند بغرچر سیمه کې قطع شوي دي.

ویل کیږي چې د برېښنا دا مزي د توپان له کبله پرې شوې دي.

بل لور ځایي چارواکو هم د برېښنا پرې کېدل منلي او زیاتوي، چې د ستونزې هواري او برېښنا بېرته نښلولو لپاره یې هلې – ځلې پیل کړي.

د دغه ولایت اوسېدونکو ویلي، د دغې وارداتي برېښنا د پرې کېدو له امله ستونزو سره مخ شوي دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس