کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۰ مه نېټه)
هرات کې ځایی سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلی، چې په دغه ولایت کې د ترکمنستان وارداتی برېښنا پرې شوې ده.
د سرچینې په وینا دغه ولایت کې د ترکمنستان وارداتی برېښنا مزی پرون له غرمې وروسته کشک رباط سنګی ولسوالۍ په بند بغرچر سیمه کې قطع شوی دی.
ویل کیږی چې د برېښنا دا مزی د توپان له کبله پرې شوې دی.
بل لور ځایی چارواکو هم د برېښنا پرې کېدل منلی او زیاتوی، چې د ستونزې هواری او برېښنا بېرته نښلولو لپاره یې هلې – ځلې پیل کړی.
د دغه ولایت اوسېدونکو ویلی، د دغې وارداتی برېښنا د پرې کېدو له امله ستونزو سره مخ شوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ