کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلی، چې بهر ته د پستې په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی.
د مسوولینو په خبره تېرو نهو میاشتو کې د ۲۴ میلیونه ۶۷۶ زره ډالرو په ارزښت پسته بهر ته صادره شوې، چې دا د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیی.
مسوولین وایی، د هرات ۹ میاشتو ټول صادرات ۱۱۹ میلیونه او ۳۲ زره ډالرو ته رسېدلی، چې په کې کرنیز محصولات، وچې مېوې، معدنی توکی او قیمتی ډبرې شاملې دی.
په ورته وخت کې د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلی، دا مهال ۶۰۰ هکتاره د پستې بڼونه په هرات کې شته او د پراختیا په حال کې دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ