کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هرات کې د درمل جوړولو یوې کارخونې مسوول ویلی، چې دوی تر اوسه د افغانستان د اړتیا وړ ۱۳۰ ډوله درمل تولید کړی دی.
د نوموړی په وینا، په دغو درملو کې جامد، مایع او تزریقی درمل شامل دی، چې د هېواد ټولو ولایتونو ته استول کیږی.
د مسوولینو په خبره، یاده کارخونه چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې جوړه شوې، اوس مهال ۱۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره ده.
په ورته وخت کې د هرات د درمل پلورلو ټولنې مسوولین وایی، دې ولایت کې د درملو د تولید ۱۵ کارخونې فعالیت کوی.
د دوی په وینا، که د دغو کارخونو فعالیتونه پراخ شی، نو تمه کیږی چې د هېواد ۳۰ سلنه د درملو اړتیاوې پوره کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ