معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرات کې د زلزلې له امله زیانمنې شوې تاریخي آبدې بېرته رغول کیږي

هرات کې د زلزلې له امله زیانمنې شوې تاریخي آبدې بېرته رغول کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات اطلاعات او کلتور ریاست مسوولینو ويلي، چې آغا خان بنسټ په دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو تاریخي آبدو د بیارغولو لپاره چمتووالی ښودلی.

د دغه ولایت اطلاعات او کلتور رییس په افغانستان کې د آغا خان بنسټ د دفتر له رییس سره په کتنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د تاریخي آثارو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په خبره یې باید موسسې او بنسټونه دې برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي د هرات د پنځم منار جام چارې مهمې وبللې او د کار په چټکتیا یې ټینګار وکړ.

څو میاشتې وړاندې په هرات کې زوروې زلزلې په ځاني او مالي زیانونو اړولو سربېره د دغه ولایت یو شمېر تاریخي آبدې هم زیانمنې کړې.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس